ټاکل شوې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الاسکا ایالت په المندورف هوايي اډه کې مخامخ وګوري. د دواړو مشرانو دا لیدنه د لوړې کچې د خبرو مهم پړاو بلل کېږي، چې پکې به د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لارې او د اقتصادي همکاریو پراختیا تر بحث لاندې ونیول شي. سرچینې وایي، که څه هم د جګړې د بندېدو هیلې ډېرې نه دي، خو تمه ده دواړه لوري د خبرو د دوام لپاره یو روښانه چوکاټ جوړ کړي. سربېره پر دې، اقتصادي اړیکې، د انرژۍ بازار او نړۍوال امنیت هم د اجنډا مهمې برخې دي.








