د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو له امله ۴۳ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. پاکستاني رسنیو ویلي، دغه سېلابونه په سوات، بونیر، باجوړ، تورغر، مانسهره، شانګله او بټګرام ولسوالیو کې راوتلي، چې له امله یې ۴۳ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې؛ د دغه سېلابونو له امله ۳۰ کورونه زیانمن شوي هم دي.








