د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، د روسیې هر هغه وړاندیز به رد کړي چې په کې د اوکراین په ختیځ کې له دونباس سیمې د اوکراییني ځواکونو وتل شامل وي. د هغه په خبره، له دونباس سیمې د ځواکونو وتل يې پوتین او سرتیرو ته يې پر کیف د بریدونو فرصت په لاس ورکوي. نوموړي زیاته کړې، چې د خاورې د ورکړې مسله باید له روسیې سره له اوربند وروسته راپورته کړو، لومړی باید اوکراین ته امنیتي تضمینونه ورکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پایته رسولو لپاره باید اوکراین او روسیې د خپلو خارو له یوې برخې تیر شي. د یادونې وړ ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې وګوري.








