د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر کوي. د راپورونو پربنسټ؛ مودي به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون سربېره د امریکا له ولسمشر سره هم وویني. که څه هم په دې اړه زیات جزییات نه دي خپاره شوي؛ خو ښايي دواړه مشران د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ د سوداګرۍ او تعرفو په سر خبرې وکړي.








