د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر د سیاسي او پوځي ناستو لپاره یو ځل بیا امریکا ته تللی. پاکستاني رسنیو ویلي، چې نوموړی به هلته د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره ځانګړې لیدنې وکړي. هغه د دغه سفر په لړ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د نوي قوماندان د پېژندګلوۍ مراسمو کې هم ګډون کړی. تر دې دمخه د جون په میاشت کې عاصم منیر د غرمنۍ لپاره واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ مېلمه و او هلته یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې وې.








