یکشنبه, مې 10, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

افغانستان کې د تازه میوو لپاره د غوره بازار موندنې اړتیا

STR NEWS by STR NEWS
اگست 10, 2025
1 0
0
افغانستان کې د تازه میوو لپاره د غوره بازار موندنې اړتیا
1
SHARES
5
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

افغانستان د خپل اقلیم، حاصلخېزې خاورې او د پېر او پلور په دودیزو لارو د لرغوني شهرت له امله د تازه میوو یو مهم تولیدوونکی هېواد دی. زموږ هېواد د نړۍ د خوږو، خوندورو او طبیعي میوو یوه خزانه ده. خو له بده مرغه، ددې ټولو نعمتونو سره سره، د تازه میوو لپاره د غوره بازار پیدا کول لا هم یوه جدي او دایمي ستونزه پاتې ده.
په هر فصل کې زموږ بزګران له ډېر زحمت وروسته ښه حاصلات تر لاسه کوي، خو د بازار د نشتوالي او د صادرولو د محدودو امکاناتو له امله ډېر وخت دغه میوې په داخلي بازارونو کې بې ارزښته پلورل کېږي او یا د ساتلو لپاره د مناسبو سړو خونو نشتوالی ددې لامل کېږي چې د څو ورځو په تېرېدو د خرابېدو له ګواښ سره مخ شي. دا حالت نه یوازې بزګر ته مالي زیان رسوي، بلکې د هېواد د اقتصاد پر پراختیا هم منفي اغېزه کوي.
د غوره بازار موندنې لپاره لومړی اړینه ده چې د صادراتو په برخه کې جدي پانګونه وشي. د نړیوالو معیارونو مطابق د بسته بندۍ، پروسس او ترانسپورټ اسانتیاوې باید برابرې شي، څو افغان میوې په مستقیم ډول نړیوالو لویو بازارونو ته ورسېږي او د منځګړو د زیاتې ګټې مخه ونیول شي. سربېره پر دې، د نړیوالو نندارتونونو، سوداګریزو غونډو او د بهرنیو هېوادونو له سوداګرو سره د اړیکو ټینګول کولای شي د افغان تازه میوو لپاره د نوو او با ثباته بازارونو د موندلو زمینه برابره کړي.
د داخلي بازار پراختیا هم مهمه ده. که د کورني صنعت لپاره د میوو د پروسس فابریکې جوړې شي، نه یوازې د خرابېدو مخه به ونیول شي، بلکې د میوو پر بنسټ نوې دندې او اقتصادي فرصتونه به هم رامنځته شي. همدارنګه، د کرنې په برخه کې د عصري ټکنالوژۍ او روزنې کارول د تولید کیفیت لوړه وي، چې د نړیوالو بازارونو غوښتنې پوره کړي.
له بلې خوا، د هوايي دهلیزونو پراختیا، د صادراتي تعرفو راکمېدل او د ګمرکي بهیر اسانتیا د دې بهیر چټکتیا او بریا تضمینوي. که دا ستونزې په ګډو هڅو حل شي، افغانستان کولای شي د نړۍ په کچه د تازه میوو یو ثابت او معتبر صادرونکی هېواد شي، چې له دې لارې به د بزګر ژوند ښه شي، ملي عواید به زیات شي او د هېواد اقتصادي خپلواکي به پیاوړې شي.
افغان تازه میوې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ښه نوم لري، خو که موږ د دې نعمت د بشپړې اقتصادي ګټې اخیستنې لپاره ګامونه پورته نه کړو، زموږ بزګران به تل د حاصلاتو له پلور وروسته د مالي زیان له ویرې سره مخ وي. د افغان سرپرست حکومت، خصوصي سکتور او نړیوالو ملاتړو ته پکار ده چې په ګډه ددې دایمي ستونزې د حل او د غوره بازار پیدا کولو لپاره عملي، ارزښتناک او اوږدمهاله اقدامات وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

بغلان کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړل شوي
وروستی خبرونه

بغلان کې نږدې ۴۰۰ جریبه کوکنار له منځه وړل شوي

مې 10, 2026
کرکټ بورډ؛ د کرکټ د تخنیکي همکاریو او ترویج لپاره چین ته پلاوی ولېږه
سپورت

کرکټ بورډ؛ د کرکټ د تخنیکي همکاریو او ترویج لپاره چین ته پلاوی ولېږه

مې 10, 2026
پنجشېر؛ تېره میاشت نږدې ۹۰ زره سیلانیانو له طبیعي جاذبو لیدنه کړې
وروستی خبرونه

پنجشېر؛ تېره میاشت نږدې ۹۰ زره سیلانیانو له طبیعي جاذبو لیدنه کړې

مې 10, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved