سعودي عربستان د اسراییلو له لوري د غزې تړانګې د نیولو پرېکړه په کلکه غندلې او دا اقدام یې غیرانساني، د سولې لپاره خطرناک او د فلسطيني ولس پر وړاندې د نسل وژنې هڅه بللې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ریاض د غزې د نیولو په اړه د اسراییلو وروستۍ پرېکړه غندي او له نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوښتنه کوي چې د اسراییلو ټولې سرغړونې او تېری سمدستي ودروي








