حماس غورځنګ د غزې د کنټرول ترلاسه کولو په تړاو د اسراییلو د پلان پرضد د سخت مقاومت خبرداری ورکړی دی. حماس د اسراییلو دا پرېکړه د یو میلیون فلسطینیانو پرضد یو جنایت بللی او په یوې اعلامیې کې یې د اسراییلو حکومت په نسل وژنې تورن کړی او ویلې دي چې د جګړې له غځولو سره د اسراییلي برمته شویو کسانو برخلیک له پامه غورځوي. حماس ویلي د اسراییلو دغه پلان به عملي کېدو ته پرې نږدي او پر وړاندې به یې سخت مقاومت وکړي. حماس غورځنګ امریکا مسووله بللې چې د دوی په وینا د اسراییلو سیاسي او پوځي ملاتړ کوي او له ملګرو ملتونو او نړیوالو محکمو یې غوښتنه کړې، چې د اسراییلو د دې پلان د عملي کېدو مخنیوی وکړي.








