هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار اجیت دوال به نن روسیې ته لاړ شي. تمه ده چې نوموړی به په دې سفر کې د نورو دوه اړخیزو مسایلو تر څنګ د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي. د راپورونو له مخې، د هند او روسیې ترمنځ دفاعي او امنیتي همکاري، د تېلو بندیزونه او د نریندرا مودي او ولادیمیر پوتین ترمنځ راتلونکې غونډه به د سفر په جریان کې د بحث اصلي موضوعات وي. دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې امریکا د هند لخوا د روسي تېلو د پیرودلو په ځواب کې په هندي توکو تعرفې ۲۵ سلنه لوړې کړې دي.








