ویل کیږي چې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ستیف ویتکاف سبا یا بل سبا روسیې ته سفر وکړي او هلته له روسیي چارواکو سره د اوکراین د جګړې د ختمیدو په تړاو خبرې وکړي. ډونالډ ټرمپ پرون خبریالانو ته وویل چې ویتکاف به د چهارشنبې یا پنجشبې په ورځ روسیې ته سفر وکړي. دا سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې ټرمپ روسیې ته تر راتلونکې جمعې وخت ورکړی دی، چې داسې یوه معامله دې وکړي چې ورسره د اوکراین درې نیم کلنه جګړه پای ته ورسیږي. د امریکا ولسمشر ویلي دي، که مسکو د اګست تر اتمې نیټې د اوکراین د جګړې په تړاو یو تړون ونه کړي، بندیزونه به پرې ولګول شي او لوړې تعرفې به پرې وضع شي.








