د امریکا ولسمشر ډونالډ پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، چېکه مسکو د جمعې تر ورځې پورې له اوکراین سره اوربند ونه کړي؛ نو پر روسیې به بندیزونه ولګوي. ټرمپ خبریالانو ته وویل: «بندیزونو ته اړتیا شته؛ خو داسې ښکاري چې روسیه د بندیزونو د مخنیوي لپاره ښه کار کوي. روسیه هوښیاره ده، په رښتیا چې په دې برخه کې ډېره پياوړې ده؛ باید وګورو چې څه کېږي.» ټرمپ دغه راز زیاته کړه، چې ښايي د امریکا ځانګړی استازی سټیف وېتکاف د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځ روسیې ته سفر وکړي.








