پاکستان ته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په لړ کې نوموړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار سره لیدلي دي. دواړو لورو پر سیاسي، سواګریزو او امنیتي برخو کې د متقابلې همکارۍ ژمنه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار څرګنده کړې چې هېواد یې له ایران سره اړیکو ته درناوی کوي او دا اړیکې تاریخي، کلتوري او ديني رېښه لري. بلخوا، د ایران ولسمشر د پاکستان له لوري د ملاتړ قدرداني کړې او ویلي دي چې تهران ژمن دی له اسلاماباد سره په بېلابېلو برخو کې خپلې دوهاړخیزې اړیکې پراخې کړي.








