د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ ویلي، چې د امریکا ځانګړی استازی سټيف ویټکوف نن غزې ته سفر کوي، څو د خوړو د وېش مرکزونه وڅېړي. نوموړی به په اسرایيل کې د امریکا له سفیر مایک هکابي سره په ګډه پر سیمه وګرځي او له ځايي خلکو سره به وګوري، تر څو د خوړو د رسولو پلانونه وارزوي او د اوسني وضعیت په اړه لومړني معلومات ترلاسه کړي. د لیوېټ په وینا، ویټکوف د خپل سفر پر مهال د اسرایيل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره هم ګټوره ناسته کړې ده.








