د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په تازه څرګندولو کې ویلي، چې هېواد یې هوډ لري د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي(۸۰مه )غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني. کارني زیاته کړې، اصلاحاتو ته د فلسطین د ژمنتیا لپاره د فلسطین د رسمیت پېژندنې په موخه د کاناډا نیت ډېر مهم دی. نوموړي ویلي، په دغو اصلاحاتو کې د واکمنۍ بهیر اصلاح او له حماس پرته په ۲۰۲۶ کال کې د ټولټاکنو ترسره کېدل شامل دي. د کاناډا لومړي وزیر همداراز په ډاګه کړه، چې د سترګو پر وړاندې یې د دوو خپلواکو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو امکان د لمنځه تلو په حال کې دی، خو په ټينګار سره یې وویل چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ به په یاده سیمه کې یاده طرحه چې د دوو خپلواکو هېوادونو جوړېدل دي، عملي کړي.








