د چین په پلازمېنه بیجېنګ کې د سختو ورښتونو له امله را وتلو سېلابونو تر دې مهاله ۳۰ کسان مړه کړي دي. د راپورونو له مخې؛ ۲۸ مړي په مییون ولسوالۍ او دوه نور په یانچېنګ سیمه کې موندل شوي دي. راپورونه وایي، چې تر ۸۰زرو ډېر خلک د کورونو پرېښودو ته اړ شوي او په ۱۳۶ کلیو کې بیا برېښنا هم پرې شوې ده. په ورته مهال د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې اړوندو ادارو ته د سيلابونو د مخنيوي او ژغورندویه چارو لارښوونه او هدايت کړی دی. نوموړي دې ته په اشارې ويلي، چې په دې وروستيو کې د چين په ختيځ، شمال او شمال ختيځ کې د مسلسلو سختو بارانونو له امله سيلابونه او نور جغرافيايي ناورينونه رامنځته شوي او په ۳ ولایتونو کې یې سخت تلفات اړولي دي.








