د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ایران اټومي «سوله ییز» پروګرام د سخت کار، اوښکو او وینو په پایله کې رامنځته شوی دی او دغه پروګرام د بمبارۍ له لارې له منځه نه شي وړل کېدای. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ایران د خپلو نویو اټومي راکټورونو لپاره د سون توکو د برابرولو په خاطر یورانیمو «غني کولو» ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې ایران خپله ملي او سولهییزه ټکنالوژي چې د انسانانو د ژوند ژغورنې لپاره ده، د بهرنیو زورواکو غوښتنو ته نه سپاري. عراقچي خبرداری ورکړی، چې پوهېږي څه پېښ شوي او که چېرې د امریکا او اسراییل له خوا تکراري بریدونه وشي، ایران به داسې ځواب ورکړي چې بیا به پټ پاتې کېدل ناشونی وي.








