د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ ته د سفر پر مهال خبریالاتو ته ویلي، چې ایران ته به د یورانیمو د غنيکولو اجازه ور نه کړي. ټرمپ زیاته کړې چې زه داسې فکر کوم د ایران بیانونه ډېر سخت وو او دوی ډېرې سختې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي دوی سخت ځپل شوي دي، خو زه فکر نه کوم چې دوی پخپله دا درک کړي.








