د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، مارکو روبیو سره کتلي. په دې کتنه کې د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د سولې د ټينګښت په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراخېدو په اړه خبرې شوې دي. همداراز اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ هڅې ستایلې دي. دواړو لورو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له یو او بل سره همکاري کوي.








