د سوریې د اطلاعاتو وزارت خبر ورکړی، چې له سعودي عربستان سره په همکارۍ به ۴۴ اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي چې ټولټال ارزښت یې نږدې شپږ مېلیارد ډالرو ته رسېږي. د سوریې د اطلاعاتو وزیر دغه موضوع په دمشق کې د سوریې او سعودي عربستان د پانګونې کنفرانس سره هممهاله په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې مطرح کړې ده. د هغه په خبره دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې وشي. په دغه کنفرانس کې د سعودي پانګهوالو او سوداګرو یوه لوړپوړي پلاوي هم ګډون کړی و. د راپورونو له مخې د دې همکاریو موخه د ریاض او دمشق ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ده.








