د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي له رسنیو سره په تازه مرکه کې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې، چې ایران دې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي. نوموړي ویلي، چې د امریکا وروستيو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته جدي او پراخ زیانونه اړولي، خو سره له دې یې ټینګار کړی چې دا پروګرام به ونه درېږي. عراقچي زیاتوي د غني کولو پروګرام زموږ د خپلو ساینسپوهانو لاسته راوړنه ده او اوس د ملت د ملي غرور برخه ده. موږ هېڅکله له دې نشو تېرېدلی. په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې امریکایي چارواکو دا یو له اصلي شرطونو ګڼلی، چې که ایران د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي، نو یوې نوې هوکړې ته به زمینه برابره شي. خو د ایران حکومت پر دې ټینګار کوي، چې د یورانیمو غني کول د دوی مشروع حق دی او باید د دوی پر خاوره کې دوام ومومي.








