د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي چې د دغه هېواد چارواکو له خوا د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده. د کمېټې په وینا، په وروستیو کې ګڼ شمېر کډوال پرته له قانوني اسنادو تاجکستان ته ورغلي، چې له امله یې د امنیتي ستونزو راپورونه ثبت شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، د ناقانونه کډوالو له شتون سره د نشهیي توکو قاچاق، افراطي فعالیتونو، د پناه غوښتنې لپاره د جعلي اسنادو کارونه او له تاجکستانه نورو هېوادونو ته د غیر قانوني تګ هڅې زیاتې شوي دي. د خبرپاڼې لمخې، تاجیکستان د پورته یادو شویو مواردو له امله وار د مخه ځینې افغان کډوال را ایستلي او د هغو کډوالو ایستلو ته به دوام ورکړي چې له قوانینو یې سرغړونه کړې وي.








