د بنګلهدېش د هوايي ځواک یوې جټ الوتکې چې د روزنیز ماموریت لپاره یې الوتنه کوله، د ډاکه ښار په یوه ښوونیز کمپلکس کې راوغورځېدلې ده. رویټرز خبري اژانس د بنګله دېشي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنه مړه شوي چې ۲۵ یې ماشومان دي. د جېټ د غورځېدو له امله ۸۸ کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د دغې پېښې له امله د بنګلهدېش حکومت نن عمومي رخصتي اعلان کړې او د دې هېواد بېرغ به په ټول هېواد کې نېمه ځوړند دی.








