په ویتنام هېواد کې د سېلانیانو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۳۷ تنه مړه شوي دي. د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې، په ډوبه شوې کښتۍ کې د عملې د ۵ غړو په ګډون ۵۳ کسان سپاره وو چې ۳۷ یې مړه، ۱۱ ژغورل شوي او ۵ کسان لا هم نادرکه دي. دغه پېښه پرون د ویتنام شمال ته په مشهوره سیاحتي سیمه «هالونګ» خلیج کې شوې ده. د راپورونو له مخې، کښتۍ کې سپاره زیاتره کسان د ویتنام اوسېدونکي وو او له پلازمینې هانوي څخه د سیاحت لپاره تللي وو.








