د چین د بهرنیو چارو وزارت خبري غونډه / د جنوبي کوریا د الوتکې پېښه
ای ډي: 8410066
نېټه: د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۳۰
ځای: چین
موده: ۴۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی:30-12-2024 00:27
وروستی سمون: 2024-12-30 04:04
بشپړ خبر
د چین ولسمشر شي جین پینګ د جنوبي کوریا سرپرست ولسمشر ته د ۱۹۹۷ کال راهیسې د هېواد تر ټولو سترې هوایي پېښې په اړه د خواخوږۍ پیغام استولی دی. دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په بېجینګ کې د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وکړې.
نوموړې یاد کنفرانس کې دغه راز زیاته کړه،چې د جنوبي کوریا د مسافر وړونکي الوتکې د غمجنې پېښې په اړه چې ګڼ تلفات یې درلودل، د چین ولسمشر شي جین پینګ په هماغه ورځ د جنوبي کوریا سرپرست ولسمشر چو سانګ موک ته د خواخوږۍ پیغام استولی دی. نوموړي د چین حکومت او خلکو په استازیتوب د قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.
د یادونې وړ ده،چې د جنوبي کوریا د جیجو ایر بوینګ ۷۳۷-۸۰۰ الوتکه د یکشنبې په سهار په موان هوايي ډګر کې د ناکامې ناستې پر مهال ولوېده چې پکې ۱۷۹ مسافر ووژل شول








