سه شنبه, سپتمبر 29, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چين لوړپوړي ديپلومات د شانګهای سازمان له غړو سره وکتل

STR NEWS by STR NEWS
دسمبر 14, 2024
1 0
0
د چين لوړپوړي ديپلومات د شانګهای سازمان له غړو سره وکتل
2
SHARES
6
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8407841.webm

د چین مالي ملاتړ/ریښتینی اقتصاد

ای‌ډي: 8407841

نېټه: د دسمبر 13، 2024

ځای: بېجینګ

موده: یوه دقیقه او یوه ثانیه

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-12-13 15:24

وروستی سمون: 2024-12-13 15:28

بشپړ خبر

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د جمعې په ورځ په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان له عمومي منشي ژانګ مينګ او د یاد سازمان له راتلونکي عمومي منشي نورلان یرماکبایوف سره وکتل.

په یاده کتنه کې وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ په برخه کې د ژانګ مينګ هڅې وستایلې او د دغه سازمان راتلونکي عمومي منشي نورلان یرماکبایوف ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړه. هغه وویل چې چین به د دارالانشاء چارو په ترسره کولو کې ملاتړ او اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي دغه راز وویل، چې په تېرو دریو کلونو کې، د غړو هېوادونو د مشرانو په مشرۍ او د غړو هېوادونو د ګډو هڅو له امله، شانګهای همکارۍ سازمان په پیاوړې توګه پرمختګ کړی او د همکارۍ پراختیا ته یې لومړیتوب ورکړی او لا پیاوړی شوی دی.

وانګ يي دې ته په اشارې سره چې چين اوس د شانګهای د همکارۍ سازمان دوره يي مشري په غاړه لري زیاته کړه، چې هېواد یې د شانګهای همکارۍ سازمان په روښانه راتلونکي بشپړ باور لري او په دې سازمان کې د خپلو هڅو د پرمخ وړلو لپاره ټولې هڅې کوي. او د نورو غړو هېوادونو سره په ګډه کار کولو ته تیار دی، څو دغه سازمان د نړیوالو اړیکو د ثبات لپاره یوه ځواکمنه منبع، د غړو هېوادونو لپاره د پرمختګ او بیاځلې پیل یوه باوري سرچینه، او د سیمې د خلکو لپاره یوه خوښ کور جوړ شي.

په دغه لیدنه کې د شانګهای همکارۍ سازمان عمومي منشي ژانګ مينګ وویل، چې په تېرو درېو کلونو کې د شانګهای همکارۍ سازمان سکرتریت د غړو هېوادونو د باور، د چین د ملاتړ او د شانګهای روحیې د لارښوونې په مرسته ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي. هغه دغه راز زیاته کړه چې سکرتریت په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پراختیا، د سازمان نړیوال تاثیر د زیاتوالي او په غړو هېوادونو کې د خلکو د ګټې احساس لوړولو لپاره جدي هڅې کړې دي. ژانګ په دې ټینګار وکړ چې سکرتریت د نوي ډول نړیوالو اړیکو جوړولو او د ګډ راتلونکي په لور د پرمختګ لپاره یوه روښانه هڅه کړې ده.

په ورته مهال بیا د دغه سازمان راتلونکي سر منشي د شانګهای همکارۍ سازمان په پرمختګ کې د چين د مخکښ رول په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د سرمنشي په توګه د دندې تر اخيستلو وروسته به د چين د ولسمشرۍ له کارونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ ته دوام ورکړي او د راتلونکي کال د شانګهای سازمان سرمشريزې غونډې ته به د چمتووالي په موخه په ګډه کار وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

نیمروز؛ د څه باندې ۴۱ ټنه بې‌کیفیته سولرو د واردولو مخه ونیول شوه
اقتصاد او سوداګري

نیمروز؛ د څه باندې ۴۱ ټنه بې‌کیفیته سولرو د واردولو مخه ونیول شوه

سپتمبر 29, 2026
عراقچي؛ نیویارک کې د امریکا او ایران ترمنځ له منځګړو سره وګوري
وروستی خبرونه

عراقچي؛ نیویارک کې د امریکا او ایران ترمنځ له منځګړو سره وګوري

سپتمبر 29, 2026
جوزجان؛ له ازبکستاني سوداګرو سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد او سوداګري

جوزجان؛ له ازبکستاني سوداګرو سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

سپتمبر 29, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved