جمعه, اپریل 24, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چین د بهرنۍ سوداګرۍ عاید نږدې ۱ تریلیون ډالرو ته رسي

STR NEWS by STR NEWS
دسمبر 13, 2024
1 0
0
د چین د بهرنۍ سوداګرۍ عاید نږدې ۱ تریلیون ډالرو ته رسي
2
SHARES
6
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8407565.webm

د چین بهرنۍ سوداګرۍ/۲۰۲۴/ وړاندوینه

ای‌ډي: 8407565

نېټه: وروستۍ

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او دوه ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-12-11 22:21

وروستی سمون: 2024-12-11 22:25

بشپړ خبر

یوه چینایي اقتصاد پوه ویلي، چې د چين بهرنۍ سوداګرۍ په روان ۲۰۲۴ کال کې د پام وړ وده کړې، او اټکل کېږي چې د دغه هېواد د سوداګرۍ اضافي عاید به نږدې یو تریلیون امریکایي ډالرو ته ورسېږي.

د رسمي معلوماتو له مخې، د چین د وارداتو او صادراتو ټولیزه کچه د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې په ثابت ډول لوړه شوې، چې د سوداګرۍ ارزښت یې نږدې ۵.۶ تریلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۹ سلنه زیاتوالی ښیي.

ویل کېږي، چې دا د چین د سوداګرۍ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د کال په لومړیو درې ربعو کې د وارداتو او صادراتو ټولیزه کچه له ۱۰ تریلیونه یوان چې شاوخوا ۱.۴ تریلیونه امریکایي ډالر کېږي څخه اوړي.

د چین صادراتو کې میخانیکي او برقي محصولات چې د دې هېواد د صادراتو نږدې ۶۰ سلنه برخه جوړوي، د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبره پورې د اتوماتیکې ډاټا پروسس کولو تجهیزاتو، یوځای شویو سرکټونو(برقي شبکې) او موټرو صادراتو کې دوه رقمي وده لیدل شوې ده.

د چین د رینمین پوهنتون د پرمختګ او ستراتیژیکو څېړنو د ملي اکاډمۍ اجرایوي مشر لیو چینګ وايي، چې د نړیوالو سیاسي او اقتصادي بې ثباتیو سره سره، د چین بهرنۍ سوداګرۍ سږکال په لوړه کچه سیالي کړې ده.

نوموړی وايي، سره له دې چې نړۍ د سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ ده، خو بیا هم د چین نړیواله سیالي پیاوړې پاتې شوې ده. هغه همداراز وړاندوینه کوي چې د ۲۰۲۴ کال په جریان کې به د چین د سوداګرۍ زیاتوالی له ۹۵۰ میلیاردو امریکایي ډالرو څخه واوړي، چې دا یوه ستره لاسته راوړنه بلل کېږي. نوموړی دا هم څرګندوي چې دا زیاتوالی د چین د صنعتي بنسټ پیاوړتیا او سیالې وړتیا ته اشاره کوي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي
وروستی خبرونه

بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

اپریل 23, 2026
اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول
وروستی خبرونه

اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

اپریل 23, 2026
د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه
وروستی خبرونه

د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

اپریل 23, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist