د ایران ولسمشر/حوثي
ایډي: 8395385
نېټه: د سپتمبر 16، 2024/دوتنه
ځای: ایران
موده: یوه دقیقه او دوه پنځوس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-17 10:07
وروستی سمون: 2024-09-17 12:50
تهران، ایران – د جولای 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې هېواد یې د یمن حوثي ډلې ته هایپرسونیک توغندي نه دي ورکړي، نوموړي دغه څرګندونې په تهران کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د الجزیرې خبري شبکې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې کړې چې د سیاسي کارپوهانو په حواله یې ویلي و چې ایران حوثیانو ته د هایپرسونیک توغندي ورکړي دي.
پزشکیان د الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ایران هایپرسونیک توغندي لري، خو هغه ډول نه چې حوثي یاغیان یې لري، د نوموړي په وینا چې حوثیانو پخپله د وخت په تېرېدو سره دغه توغندي جوړ کړي دي.
هغه وویل، د ایران لپاره دا ناشونې ده چې یمن ته په پټه توغندي واستوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد ته یوازې د بشري ځواکونو د استولو لپاره له یوې اونۍ زیات وخت نیسي.
ده ویلي، چې ایران او حوثیانو په غزه کې د اسراییلو د “نسل وژنې” پروړاندې په ګډه کار کړی او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید د اسراییلو لخوا ترسره شوي د انسانیت پروړاندې جنایتونه وغندي.
نوموړي دغه راز وویل،که لوېدیځ هېوادونه د اسرائیلو د امنیت په اړه اندېښمن دي، نو ولې د غزې د امنیت، د فلسطینیانو او د بې ګناه خلکو د امنیت په اړه اندېښمن نه دي؟ متمدن هېوادونه او د بشري حقونو ملاتړي باید دغه قدرت ته اجازه ورنه کړي چې بمبارۍ او وژنې وکړي.
ده وویل چې د دې پر ځای چې دوی په غزه کې نسل وژنه ودروي په ورته وخت کې ایران تورنوي چې د یمن حوثي یاغیانو ته توغندي ورکوي.
د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو په تړاو پزشکیان د شخړې په وړاندې د سولې په لټون ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو اراده نه لري.
خو هغه وویل، امریکا د ایران له اټمي تړون څخه د وتلو لاره غوره کړې او د ایران پر ضد یې ګواښونه کړي دي. ده زیاته کړه چې د دواړو خواوو تر منځ په ترینګلو اړیکو کې د نرمښت امکان په دې پورې تړلی دی چې امریکا له ایران سره خپله دښمني راکمه کړي او پر دغه هېواد خپل پراخ لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.
پزشکیان وویل چې دوی نه غواړي جګړه پیل کړي، خو امریکا هڅه کوي چې دوی په جګړه ښکېل کړي، که امریکا د ایران حقونو ته درناوی وکړي، دوی به له امریکا یا بل چا سره له جګړې ډډه وکړي. نوموړي وویل موږ هیله لرو چې په سوله ییزه توګه په خپل هېواد کې دننه پرمختګ وکړو پرته له دې چې متحده ایالات د ایران امنیت ته زیان ورسوي یا ایران تهدید او سپکاوی یې وکړي، موږ ته دا هېڅکله د منلو وړ نه دي.