ای ډي: 8393986
نیټه: د سپتمبر 7، 2024
ځای: ویتنام
موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-07 19:39
وروستی سمون: 2024-09-07 20:54
ویتنام – کوانګ نین، د سپتمبر 7، 2024 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ویتنام دولتي تلویزون ویلي، چې په دغه هیواد کې د یاګي نومي توپان له کبله لږترلږه څلور کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.
دغه شدید توپان د شنبې په ماسپښین د شمالي ویتنام د های فونګ ساحلي ښار ته هغه مهال ورسېد چې سرعت یې د۴.۴۱ مترو په ثانیه کې و. یاد توپان په ټول هیواد کې د بریښنا تاسیساتو او انټرنیټې مخابراتو ته هم سخت زیان اړولی چې له امله یې په پراخه کچه بریښنا پرې شوې او مخابراتي شبکې هم قطع شوې دي.
د کوانګ نین ولایت څخه رپوټونه وايي چې په دغه ولایت د یوې لرګینې بېړۍ په شمول لږ تر لږه شپږ کښتۍ هم د یاد توپان له کبله ډوبې شوې. سر بېره پردې، یوه ټرانسپورټي کښتۍ هم د خپل لنگر څخه وتلې او د اوبو په واسطه لرې وړل شوې ده.
تېزو بادونو د سیمې په شاوخوا برخو کې هم د پام وړ زیانونه اړولي دي. له دغو سیمو څخه خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د ځایي کورونو چتونه غورځول شوي، کوڅې له خټو او خځلو ډکې شوې دغه راز په زرګونو ونې او بریښنايي مزي یې ویجاړ کړي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، تر ۵۰ زره ډېر اوسېدونکي له خطر سره مخامخ ساحلي سیمو څخه ایستل شوي او په خوندي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
د ویتنام په ۱۲ ولایتونو کې د ښوونځیو ټولګي ځنډول شوي، دغه راز څلورو هوایی ډګرونو د پلازمینې هانوی ښار د نو بای نړیوال هوایی ډګر په ګډون ټول الوتنې بندې کړې چې له کبله یې تر دې دمه نږدې ۳۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.
په هانوي کې چارواکو د بس خدمتونو او د دوه فرعي تګلورو چارې هم تر نامعلومې نېټې پورې ځنډولي دي.