قزاقستان/ ولسمشر شي /روسیه
ای ډي: 8384205
نېټه: د جولای 3، 2024
ځای: قزاقستان
موده: یوه دقیقه او اته دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-05 13:53
وروستی سمون: 2024-07-05 22:04
ویډيويي صحنې
بشپړ خبر
د چين ولسمشر شي جين پينګ د چهارشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د کتنې په ترڅ کې د خپلو دوه اړخيزو اړيکو د ځانګړي ارزښت ساتلو پر اهميت ټينګار کړی دی.
دواړو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې چې پرون ترسره شوې، سره لیدلي دي.
ښاغلي شي جين پينګ ولسمشر پوتين ته د يو پخواني ملګري په توګه اشاره وکړه او له نوموړي سره يې د یو ځل بیا ليدنې له امله خوښي څرګنده کړه
د یادې لیدنې پر مهال ولسمشر شي جین پینګ زیاته کړه، چې په مهمو څو اړخيزو مناسبتونو کې له یو بل سره ليدنه زموږ ښه دود دی او د چين او روسيې د لوړ پوړو اړيکو یو سمبول هم بلل کېږي.
شي جين پينګ د مې په مياشت کې چين ته د پوتين د دوه ورځني رسمي سفر يادونه وکړه چې په ترڅ کې يې دواړو مشرانو د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د پرمختيا لپاره لاره هواره کړه.
هغه وويل، د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ٧٥مې کليزې په مهم تاريخي موقع موږ په ګډه د دوه اړخيزو اړيکو د لا پرمختګ لپاره مهم پلانونه او ترتيبات جوړ کړل.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې له ګډوډۍ او بدلېدونکي نړيوال حالت سره سره، چين او روسيه دواړه بايد د اوږدمهاله دوستۍ د ساتلو او د متقابلو ګټو د تامين په موخه خپلو اصلي موخو ته ژمن وي. او دغه راز دواړه خواوې باید د خپلو اړیکو ځانګړی ارزښت وساتي، همکارۍ زیاتې کړي او د نړیوالو نورمونو په ساتلو سره د خپلو هېوادونو ګټې خوندي کړي.
بل پلو ولسمشر پوتین وویل، چې موږ په وار وار دې ته اشاره کړې چې د نوې دورې لپاره د روسيې او چين هراړخيزه ستراتيژيکه همکاري د تاريخ په تر ټولو ښه دوره کې ده، د روسيې او چين ترمنځ اړيکې د برابرۍ، متقابلو ګټو او درناوي پر اصولو ولاړې دي. نوموړي زیاته کړه چې د یو بل د حاکمیت لپاره زموږ همکاري کوم دریم اړخ نه دی په نښه کړی او نه کوم اتحاد یا ډله جوړه وي د نوموړي په خبره چې دوی د خپلو خلکو د ګټو په خدمت تمرکز کوي. پوتین دغه راز د روسیې او چین ترمنځ د اړیکو اوسنۍ کچه په تاریخ کې تر ټولو لوړه او ارزښتمنه وبلله.