د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د دوحې په غونډه کې د سرپرست حکومت د استازو د ګډون پر اهمیت ټينګار شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د دوحې درېیمې غونډې د ترسراوي څرنګوالی څېړي او وروسته به خپل دریځ په ډاګه کړي. په خبر پاڼه کې دغه راز لیکل شوي، چې سرپرست حکومت پالیسي له ټولو هېوادونو سره د توازن او مثبت تعامل پر بنسټ ده او د دوحې په غونډه کې د معنا لرونکي ګډون غوښتونکی دی څو د خلکو د بریا لامل شي.








