د فراه ښاروالۍ مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د ۳ سړکونو د بیارغولو چارې د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د فراه ښاروال محمد ولي ادریس ویلي چې د یاد ولایت په لومړۍ، درېیم او څلورم ناحیو کې یې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۵۰ مترو په اوږدوالي د ۳ سړکونو د بیا رغولو چارې پیل شوې دي. نوموړي زياته کړه، چې د دغو سړکونو په جوړولو سره نه يوازې د مرکز د اوسېدونکو ستونزې، بلکې د څو ولسواليو د زياتو وګړو ستونزې به هم ورسره حل شي.








