د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له ۱۴۷۹ څخه ډېر افغان کډوال په تېرو ورځو کې د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۱۴۲ کورنۍ چې ټولټال ۸۱۳ کسان کېږي په جبري توګه د تورخم لارې راستنې کړای شوې او تر نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه وروپېژندل شوې. بل پلو د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، ۱۱۷ کورنۍ چې ټولټال ۶۶۶ کسان کېږي د سپین بولدک له لارې راستنې دي.








