ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د لېږد چورلکه د ختیځ اذربایجان په جلفا سیمه کې له ستونزو سره مخ شوې او بیړنۍ ناسته یې کړې ده. د راپور پر بنسټ، دغې چورلکې د «دیزمار په ځنګله» کې حادثه کړې او د مرستې د چټک غبرګون ډلې د پېښې ځای ته استول شوي دي. راپور همدارنګه وایي، چې په دغه چورلکه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د شرقي اذربایجان والي مالک رحمتي هم و موجود وو.








