د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پر ۲.۵ جریبه ځمکه د یوه جومات او د لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوې ده. د مالوماتو له مخې دغه ښوونځی او جومات د پوهنې آمریت او د سیمې پانګوالو په مالي لګښت جوړېږي. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو والي د سیمې اوسېدونکو مرستې او د علم سره مینه وستایله او زیاته یې کړه، چې په زده کړو سمبال او په اسلامي روحیه د ځوانانو روزل اسلامي وجیبه او زموږ مسوولیت دی. د یادولو وړ ده چې د یاد جومات او ښوونځي لپاره ځمکه هم د سیمې اوسېدونکو له خوا ورکړل شوې ده.








