برازیل – ډېنګي تبه / سیاحت
ای ډي: 8375406
نیټه: د می 4، 2024
ځای: برازیل
موده: یوه دقیقه او یو پنځوس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-60 13:34
وروستی سمون: 2024-06-05 13:38
ویډیويي صحنې
برازیل ،سینټ الیزابیت ټاون، – د می 4، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په اکوا پارک کې بېلا بېل سیلانیان
۲ـ غږ (پرتګالي) د ایکوا پارک کارګر، لیونارډو، (بشپړ نوم نه دی ورکړل شوی)
“موږ د لامبو وهلو په حوض کې د مچیو د مخنیوي لپاره جراثیم ضد مواد اضافه کوو، او موږ دلته کارګران لرو چې د پارک پاکولو مسولیت لري.
۳ـ د کارګرانو د مچیو ضد تاسیسات
۴ـ فرنانډس د سیلانیانو خدمت کوي
۵ـ غږ (پرتګالي) فرنانډیس، د سفر لارښود (بشپړ نوم ندی ورکړل شوی):
پخوا به ډېر سیلانیان راتلل. په ځانګړې توګه د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به زموږ پارک له سیلانیانو ډک و،له چې اوس څخه زیات دوه چنده یا درې چنده
۶ـ د بیړني کلینیک مخې ته بېلا بېل امبولانسونه ولاړ دي
بشپړ خبر
ډېنګي تبې په ټول برازیل کې ډېری کورنۍ دې ته اړ کړې چې د اونۍ په پای کې د رخصتۍ پلانونه لغوه کړي ځکه چې د هېواد د ګرځندوی سکتور د زهري حشراتو په سبب له ناروغیو څخه زیانمن شوی دی.
دغه راز د برازیل د فدرالي روغتیا چارواکو د تېرې شنبې په ورځ وویل چې برازیل په ۲۰۲۴ کې د ډېنګي تبې له کبله نږدې ۴.۲۷ میلیونونو څخه زیاتې پېښې ثبت کړې او هم یې د ۲۱۹۷ کسانو د مړینې راپور ورکړی دی، چې دا ډول ناروغیو ته تر ټولو لوړې شمېرې بلل کېږي.
د یاونې وړ ده چې د سینټ الیزابیت په ریزورټ ښارګوټي کې د اوبو پارک، چې د ساو پاولو شمال ختیځ کې په۷۰ کیلومترۍ کې پروت دی، معمولا په ګرم دوبي کې د سیلانیانو څخه ډک وي، دغه راز د هوټل کرایه کول به ډېری وخت یوه اونۍ دمخه ترسره کېدل. خو پدې وروستیو ورځو کې د دغه پېښو له امله چې په ښار او شاوخوا سیمو کې راپورته شوې دي. د دغه سیلانیز پارک د لیدونکو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
د سیلانیانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره، د پارک مدیریت ټیم اضافي کارمندان لېږلي څو د دې پېښو د مخنیوي اقدامات ګړندي کړي.
د دغه پارک یو تن کارګر لیونارډو وویل: موږ د لامبو وهلو په حوض کې د مچیو د مخنیوي لپاره جراثیم ضد مواد اضافه کوو، او دغه راز موږ د لته کارګران لرو چې د پارک پاکولو مسولیت لري.
دغه راز د ګرځندوی لارښود فرنانډیس وویل: پخوا به زموږ پارک د سیلانیانو څخه ډک و، موږ به د اوس په پرتله دوه چنده یا درې چنده ډېر سیلانیان درلودل. په ځانګړې توګه د شنبې او یکشنبې په ورځو به زیات شمېر کسان راتلل.
همدارنګه د تېر کال په ورته موده کې، برازیل له ۹۰۰۰۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت کړې، پداسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کې د احتمالي او تایید شویو قضیو شمیر ۱.۶ میلیون ته رسېدلی.
د سي ټي هال مسوول په وینا د سویلي امریکا تر ټولو لوی ښار ساو پاولو کې، د شاوخوا ۱۳ میلیونه اوسېدونکو کورنو کې د ډېنګي ناروغۍ نښې په هر ګاونډ کې ښکاره شوې دي.
د روغتیا وزارت په وینا، سږکال په پېښو کې د زیاتوالي لامل د اقلیم بدلون او د ډېنګي تبې سره د یوه بل ویروس ورګډېدل یاد شوي دي.