چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

ډېنګي تبې د برازیل د ګرځندوی سکتور ته زیان رسولی

STR NEWS by STR NEWS
مې 6, 2024
4 0
0
ډېنګي تبې د برازیل د ګرځندوی سکتور ته زیان رسولی
7
SHARES
26
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8375406.webm

برازیل – ډېنګي تبه / سیاحت

ای ډي: 8375406

نیټه: د می 4، 2024

ځای: برازیل

موده: یوه دقیقه او یو پنځوس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-05-60 13:34

وروستی سمون: 2024-06-05 13:38

ویډیويي صحنې

برازیل ،سینټ الیزابیت ټاون، – د می 4، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ په اکوا پارک کې بېلا بېل سیلانیان

۲ـ غږ (پرتګالي) د ایکوا پارک کارګر، لیونارډو، (بشپړ نوم نه دی ورکړل شوی)

“موږ د لامبو وهلو په حوض کې د مچیو د مخنیوي لپاره جراثیم ضد مواد اضافه کوو، او موږ  دلته کارګران لرو چې د پارک پاکولو مسولیت لري.

۳ـ د کارګرانو د مچیو ضد تاسیسات

۴ـ فرنانډس د سیلانیانو خدمت کوي

۵ـ غږ (پرتګالي) فرنانډیس، د سفر لارښود (بشپړ نوم ندی ورکړل شوی):

پخوا به ډېر سیلانیان راتلل. په ځانګړې توګه د شنبې او یکشنبې په ورځو کې به زموږ پارک له سیلانیانو ډک و،له چې اوس څخه زیات دوه چنده یا درې چنده

۶ـ د بیړني کلینیک مخې ته بېلا بېل امبولانسونه ولاړ دي

بشپړ خبر

ډېنګي تبې په ټول برازیل کې ډېری کورنۍ دې ته اړ کړې چې د اونۍ په پای کې د رخصتۍ پلانونه لغوه کړي ځکه چې د هېواد د ګرځندوی سکتور د زهري حشراتو په سبب له ناروغیو څخه زیانمن شوی دی.

دغه راز د برازیل د فدرالي روغتیا چارواکو د  تېرې شنبې په ورځ وویل چې برازیل په ۲۰۲۴ کې د ډېنګي تبې له  کبله نږدې ۴.۲۷ میلیونونو څخه زیاتې پېښې ثبت کړې او هم یې د ۲۱۹۷ کسانو د مړینې راپور ورکړی دی، چې دا ډول ناروغیو ته تر ټولو لوړې شمېرې بلل کېږي.

د یاونې وړ ده چې د سینټ الیزابیت په ریزورټ ښارګوټي کې د اوبو پارک، چې د ساو پاولو شمال ختیځ کې په۷۰  کیلومترۍ کې پروت دی، معمولا په ګرم دوبي کې د سیلانیانو څخه ډک وي، دغه راز د هوټل کرایه کول به ډېری وخت یوه اونۍ دمخه ترسره کېدل. خو پدې وروستیو ورځو کې د دغه پېښو له امله چې په ښار او شاوخوا سیمو کې راپورته شوې دي. د دغه سیلانیز پارک د لیدونکو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

د سیلانیانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کولو کې د مرستې لپاره، د پارک مدیریت ټیم اضافي کارمندان لېږلي څو  د دې پېښو د مخنیوي اقدامات ګړندي کړي.

د دغه پارک یو تن کارګر لیونارډو وویل: موږ د لامبو وهلو په حوض کې د مچیو د مخنیوي لپاره جراثیم ضد مواد اضافه کوو، او دغه راز موږ د لته کارګران لرو چې د پارک پاکولو مسولیت لري.

دغه راز د ګرځندوی لارښود فرنانډیس وویل: پخوا به زموږ پارک د سیلانیانو څخه ډک و، موږ به د اوس په پرتله دوه چنده یا درې چنده ډېر سیلانیان درلودل. په ځانګړې توګه د شنبې او یکشنبې په ورځو به زیات شمېر کسان راتلل.

همدارنګه د تېر کال په ورته موده کې، برازیل له ۹۰۰۰۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت کړې، پداسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کې د احتمالي او تایید شویو قضیو شمیر ۱.۶ میلیون ته رسېدلی.

د سي ټي هال مسوول په وینا د سویلي امریکا تر ټولو لوی ښار ساو پاولو کې، د شاوخوا ۱۳ میلیونه اوسېدونکو کورنو کې د ډېنګي ناروغۍ نښې په هر ګاونډ کې ښکاره شوې دي.

د روغتیا وزارت په وینا، سږکال په پېښو کې د زیاتوالي لامل د اقلیم بدلون او د ډېنګي تبې سره د یوه بل ویروس ورګډېدل یاد شوي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved