ایډي: 8374911
نېټه: د مې 1، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دوې ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-01 23:24
وروستی سمون: 2024-05-02 00:05
ویډیویي صحنې
بېجینګ، چین – د می 1، 2024 CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱- په ټلویزیوني لړۍ کې د نړیوالې نسخې پروموشن “د شي جین پینګ لخوا کلاسیک نقل قولونه”
بشپړ خبر
د چين مېډيا ګروپ (CMG) د چهارشنبې په ورځ د “شي جين پينګ د کلاسيکو نقل قولونو” د نړيوالې نسخې لپاره يو پروموشن خپور کړ.
دغه په څو ژبو خپور شوی پروموشن د ولسمشر شيجينپينګ لخوا د کلاسیکو چیني اثارو څخه د هغه په ویناوو او مقالو کې کارونه او استفاده ده.
دغه پروموشن یا ویډیویي اعلان د فرانسې، سربیا او هنګري ته د شي جين پينګ له روان دولتي سفر مخکې خپور شوی.
په دې ځانګړې خپرونه کې به د شيجينپينګ چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د مرکزي پوځي کمېټې مشر هم دی، د هغه له مهمو ويناوو، مقالو او تبصرو چې د لرغونو اثارو او کلاسيک نقل قولونه یې پکې کارولي په دقت سره ترې غوره او خپاره به شي.
دغه خپرونې د چين د لرغونو داستانونو او کلاسيکو اثار د ماهیت او تاريخي شاليد په بيانولو سره د شيجينپينګ پراخ کلتوري درایت او د خلکو د هوساینې لپاره د هغه ژوره ژمنتيا څرګندوي.
همدارنګه دغه لړۍ د چين د تمدن د ځانګړتياوو او نړيوالو ارزښتونو او د نوې زمانې د مفاهمو په څرګندولو کې مرسته کوي.سربېره پر دې دا د نړیوالو سره مرسته کوي چې د چین کلتور، تمدن او روحیه په ښه توګه وپېژني.