د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، سيمه ييزو مسوولينو او د جاپاني «پي ام اس» موسسې استازو د ننګرهار په بالا کوټ ولسوالۍ کې یوه ټولګټه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله. دغه پروژه چې پرې ۱.۱ میلیون امریکايي ډالره لګښت راغلی د یو سربند او د اوبولګولو یو کانال بیارغول پکې شامل دي. ويل شوي چې د يادې پروژې په تطبيق سره، ۶۰۰ جریبه ځمکه په دايمي او ۲۲۵۰ جریبه ځمکه په موسمي ډول تر اوبو لګولو لاندې راغلې او همدا رنګه ۶۰۰۰ کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شي.