له ترکمنستانه هرات ته راغلي سوداګریز او اقتصادي پلاوي د دې ولایت صنعتي ښارګوټي کې د زینتي ډبرو پروسس او استخراج فابریکو سره هوکړې ته د چمتووالي خبر ورکړی. د دغه سوداګریز پلاوي مشر نوکر قلي اناقلي اف یاد ښارګوټي کې د زینتي ډبرو د پروسس او استخراج له څو کارخونو لیدنه کې د پروسس او استخراج چارې بې بېلګې بللي او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې به پانګونه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د هرات صنعتي ښارګوټي کې دا مهال د زینتي ډبرو د پروسس او استخراج ۴۰ کارخونې فعالیت لري، چې پر داخلي بازارونو سربېره ایران، عربستان او اسټرالیا ته صادرات کوي.