د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی،چې په دغه ولایت کې ۱۵۰ښوونکو ته د پوهې ظرفیت لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شوی دی. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د وفا په نوم د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ د برکي برک ولسوالۍ د ۲۴ ښوونځيو ۱۵۰ ښځینه او نارینه ښوونکو ته د تدریس د نویو لارو چارو په اړه زده کړې ورکول کېږي. د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ۴۰ ښوونځیو د ساینسي او ریاضي مضمونونو ۱۸۰ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز ورکشاپ جوړ شوی و.







