د چین نړیوال باغدارۍ نندارتون ۲۰۲۴تمرین
آی ډې : 8374048
نیټه: وروستی
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څلویښت ثانيې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 26-04-2024 08:18
وروستی سمون: 2024-04-26 19:12
ویډيويي صحنې
سویل لویدیز، سیچوان ولایت ، چین چینګدو ښار،- وروستی (CCTV)- د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د فعالیت کولو بېلا بېل تمرینونه
۲ـ د مشرتابه ټیم کار کولو پر مهال
۳ـ بېلا بېل رضاکاران چې لیدونکو ته خدمات وړاندي کوی
۴ـ بېلا بېلا امنیتي پرسونل د ګزمې کولو پر مهال
۵ـ بېلا بېل امنیتي پرسونل د کار کولو پر مهال
۶. د عملیاتو بېلا بېل مرکزونه، سکرینونه
۷ـ د نړیوال باغدارۍ نندارتون 2024 لپاره د ځایونو هوایی شاټونه
بشپړ خبر
په چینګدو ښار کې د ۲۰۲۴ کال نړیوال باغدارۍ نندارتون تنظیم کونکو او رضاکارانو د جمعې په ورځ د ایکسپو پرواګرام له پرانیستلو مخکي خپل وروستی ډله ایز تمرین ترسره کړ. د اپريل له ٢٦مې نېټې څخه د اکتوبر تر ٢٨مې نېټې پورې د چين د جنوب لويديځ د سيچوان ولايت په مرکز چینګدو کې د (پارک ښار) “ښکلی هستوګنځای” تر عنوان لاندې دغه نندارتون د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې د باغدارۍ بېلابېل کلتورونه په شپږو عمده تالارونو او څه باندې سل نندارتوني پارکونو کې نندارې ته وړاندې کوي. تنظیم کونکي کمیټې په تمرین کې د ژوندی فعالیت ، لیدونکو داخلیدو، ترانسپورت ، امنیت او نورو خدماتو پراخه بیاکتنه ترسره کړه. دغه نندارتون کې به څه دپاسه زر تنه رضاکاران به د ۱۸۶ ورځني نندارتون په موده کې د پارک په فعاليتونو کې ګډون وکړي او چينايي او بهرنيو سيلانيانو ته به لارښوونې، مشورې او نور خدمتونه وړاندې کړي.