روسیه/اوکراین کړکېچ/تازه
ایډې: 8373774
نېټه: د اپریل 22-23، 2024
ځای: اوکراین روسیه
موده: یوه دقیقه او یولس ثانیې
سرچینه: (CCTV) (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-04-2024 21:27
وروستی سمون: 23-04-2024 22:12
ویډیویي صحنې
ځای نامعلوم – د اپریل په 22، 2024 خپور شو (د روسیې دفاع وزارت) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د توپخانې ویډیويي صحنې
۲ـ جنګي الوتکې د پرواز کولو پر مهال
۳ـ بم غورځولو پر مهال
۴ـ هدفونه په نښه کول
روسیه ، مسکو – د اپریل په 23/2024 کې خپور شو (د روسیې دفاع وزارت) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د روسیې د دفاع وزارت د غړو غونډه
۶ـ د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو بېلا بېلو ویناوو پر مهال
روسیه، مسکو، – دسمبر 2015 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۷ـ د روسیې د دفاع وزارت بېلا بېلې ودانۍ، د روسیې ملي بیرغ
مسکو، روسیه – مارچ 30، 2022 (CGTN) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۸ـ سینټ باسیل
دوتنه: مسکو، روسیه – 2021 (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۹ـ بېلا بېل ترافیک
اوکراین، لیوای – د مارچ 12/ 2022 (CGTN) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۰ـ د اوکراین ملي بیرغ
کیف، اوکراین – 2018 (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۱ـ د اوکراین د پارلمان بېلا بېلې ودانۍ
کیف، اوکراین – نیټه معلومه نه ده (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۲ـ د ښار بېلا بېلې ودانۍ
بشپړ خبر
د سې شنبې په ورځ، روسیې اعلان وکړ چې په اوکراین کې یې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د متحده ایالاتو لخوا جوړ شوی “هاک” د هوایي مدافع توغندیو سیسټم ویجاړ کړی دی. بل خوا بیا په همدې ورځ اوکراین د روسیې پر اهدافو د ځوابي بریدونو د پیلولو خبر ورکړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت په خپل یو تازه راپو کې ویلي، چې د روسیې د دفاع وزارت مرکزي پوځي اډې د اوکراین د ځواکونو نهه ځوابي بریدونه په شا تمبولي دي، دغه راز د ختیځې نظامي اډې مهمې ستراتیژیکې سیمې نیولې او د اوکراین د دفاعي ځواکونو په وړاندې یې بریدونه پیل کړل.
د روسیې دفاع وزارت په خپل دغه راپور کې زیاته کړې ده، چې د روسیې هوايي دفاعي سیسټم ۱۰۴ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې هم ویشتلې دي.
بل خوا د اوکراين د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ په همدې ورځ خبر ورکړی، چې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د اوکراين پوځ د روسيې له پوځيانو سره په لسګونه نښتې کړې دي.
د یادې قومندانۍ په وینا ، د اوکراین هوايي ځواک په ۱۵ روسي پوځي پرسونل او د پوځي تجهیزاتو پر پټن ځایونو بریدونه کړي دي او دغه راز د اوکراین د راکټ او توپخانې څانګو، د هوايي دفاعي سیستم او کومانډو پوستو په ګډون ګڼ روسي اهداف په نښه کړل.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د سې شنبې په ورځ وویل، چې روسیه به په اوکراین کې د لوېدیځو وسلو د اکمال او ذخیره کولو تاسیساتو باندې بریدونه زیات وکړي.
نوموړي په یوه غونډه کې زیاته کړې، چې روسیه به د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو له لوري د ګواښونو په ځواب کې خپل پوځي جوړښت ته وده ورکړي او د ډېرې اړتیا وړ وسلې او نظامي تجهیزات به تولید کړي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه پیل شوه او ددې جګړې له پیل راهیسې، د امریکا په مشرۍ لوېدیځو هېوادونو اوکراین ته د ټانکونو، زغره والو موټرو، توپونو، راکټونو او توغندیو په ګډون ډېرې وسلې او تجهیزات ورکړي دي.