دوشنبه, اگست 17, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په غزه کې د فلسطیني وګړو د مړینې کچه ۳۴ زره ۹۷ تنو ته ورسېده

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 22, 2024
3 0
0
په غزه کې د فلسطیني وګړو د مړینې کچه ۳۴ زره ۹۷ تنو ته ورسېده
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8373464.mp4

د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله

ای‌ډي: 8373464

نېټه: د اپریل 21، 2024

ځای: نور؛

موده: یوه دقیقه او 28 ثانیې

سرچینه: (CCTV)، (CGTN)، UNifeed

محدودیتونه: ویډیویي صحنې وګورئ

خپور شوی: 2024-04-22 12:34

وروستی سمون: 2024-04-22 21:02

ويډیویي صحنې

خان یونس، د غزې تړانګه – د اپریل 11، 2024 (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده)

۱- د ویجاړو ودانیو له شا څخه مختلف تور لوګي پورته کېږي

۲- د ویجاړو شویو ودانیو بېلابېل ډولونه

خان یونس، د غزې تړانګه – د اپریل 9، 2024 (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده)

۳- مختلف کاروانونه، موټرونه چې د ویجاړ شویو ساحو څخه تېرېږي

۴- مختلفې ویجاړې شوې ودانۍ، اوسېدونکي

د رفح ښار، د غزې تړانګه – وروستی (CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه ده)

۵- د بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د حیفا  کمپ

کرم ابو سلیم، د غزې تړانګه – د اپریل 11، 2024 (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده)

۶- په لاریو کې مختلف توکي، د مرستې رسول

د رفح ښار، د غزې تړانګه – وروستی (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده)

۷- ډېری خلک اوبه راوړي

د غزې تړانګه – د اپریل 5، 2024 (یونیفیډ – د چینایي وګړو لپاره نه ده)

۸- د خوړو د توزیع په ځای کې بېلابېل خلک چې د خوړو نړیوال پروګرام لخوا تنظیم شوي؛ ماشومان چې خواړه ترلاسه کوي.

بشپړ خبر

د حماس ادارې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرتیا کې ویلي چې د غزې په جګړه ځپلې تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۴۰۹۷ ته رسېدلی دی.

د اسراییلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ فلسطینیان وژلي او ۷۹ نور یې ټپیان کړي دي، چې په دې سره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې د اسراییلو او حماس د جګړې له پیلېدو راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۴۰۹۷ او د ټپیانو شمېر ۷۶۹۸۰ ته رسېدلی دی.

فلسطیني ټلویزیون د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې اسراییلي پوځ د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح په ګڼو استوګنځایونو هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۹ کسان یې وژلي دي.

ویل کېږي چې په وژل شویو کې لویه برخه ښځې او ماشومان دي چې په کې یوه امیندواره ښځه هم شامله ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ډاکټرانو د امیندواره مېرمنې بېړنۍ درملنه کړې ده څو د هغې سره د ماشوم په زېږون کې مرسته وکړي، چې اوس په ښه حالت کې ده.

د فلسطین د روغتیا وزارت لخوا د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې اسراییلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په حبرون ښار کې له فلسطینیانو سره نښته کړې چې په ترڅ کې یې دوه تنه ټپیان شوي دي. دوه قربانیان، چې عمرونه یې ۱۸ او ۱۹ دي، د یوې کورنۍ څخه وو.

بلخوا د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د یکشنبې په ورځ وویل چې یوې فلسطینۍ ښځې په همدې ورځ د لوېدیځې غاړې په شمال کې په یوه پوسته کې پر اسراییلي پوځیانو د چاقو د برید هڅه وکړه چې اسراییلي پوځیانو په ډزو وویشتله او ژوند یې له لاس ورکړ.

همدرانګه حماس د امریکا د استازو جرګې لخوا له اسراییلو سره د مرستو د لایحې تصویب وغانده.

خبرپاڼه کاږي چې دا قانون د نړیوالو قوانینو خلاف دی او د اسراییلو حکومت ته اجازه ورکوي چې د غزې د خلکو په وړاندې خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي.

د شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې له اسراییلو سره د ۲۶ میلیارد ډالرو د مرستې لایحه تصویب کړه.

اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د اسراییلو د سویلي پولو له لارې د حماس د غچ اخیستنې په موخه د غزې په تړانګه کې د حماس پر خلاف په پراخه کچه بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او تر ۲۰۰ زیات یرغمل شول.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

ټرمپ؛ له سویلي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو د کمولو امر کړی
وروستی خبرونه

ټرمپ؛ له سویلي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو د کمولو امر کړی

اگست 17, 2026
ډبلیو ایچ او: واکسینونه د ژوند په ټولو پړاوونو کې مهم دي
روغتیا

ډبلیو ایچ او: واکسینونه د ژوند په ټولو پړاوونو کې مهم دي

اگست 17, 2026
کویټي سوداګرو ته؛ په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړل شوه
اقتصاد او سوداګري

کویټي سوداګرو ته؛ په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړل شوه

اگست 17, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved