ایډي: 8370700
نېټه: د مارچ ۲۸/اپریل ۱-۲، ۲۰۲۴
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نهه دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)، (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه دی
خپور شوی: 2024-04-03 23:14
وروستی سمون: 2024-04-03 23:14
ویډیویي صحنې
بیجینګ، چین – د مارچ په 28، 2024 کې خپور شو CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۱- د بېجینګ د نړیوال ویب پورتال د نوي شوې نسخې بیلا بېلې تبلیغاتي ویډیوګانې
بیجینګ، چین – وروستی CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۲ -غږ (چینایي) بهرنی اوسیدونکی پور بودورا
دا ویب پاڼه د ځانګړو پوښتنو په ترڅ کې د کارمندانو څخه ځوابونه وړاندې کوي.”
۳- غږ (انګلیسي) بهرنۍ اوسیدونکی سریخیان چمایپورن
زه فکر کوم چې دا واقعاً ټول هغه څه په بر کې نیسي چې بهرنيان د سوداګرۍ او په بیجینګ کې د ژوند په اړه یې غواړي.”
بیجینګ، چین – د مارچ په 28، 2024 کې خپور شو CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۴- د بیجینګ د نړیوال ویب پورتال د نوي شوې نسخې تبلیغاتي ویډیو
بیجینګ، چین – د اپریل 2، 2024 CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۵ -غږ (انګلیسي) جانګ لي، د بیجینګ ښاروالۍ د دولتي خدماتو او معلوماتو مدیریت رییس (د څلورمې صحنې سره پیلېږي) (د شپږمې صحې سره جزوي تړلی
د بېجينګ نړيوال ويب پورتال د پام وړ بدلون موندلی دی. زموږ موخه دا ده چې هر بهرني وګړي د بېجينګ د بې ساري جاذبې، نوښتګر ځواک او بې شمېره فرصتونو په ښودلو سره دې ښار ته د تود هرکلي احساس وکړي. سږ کال به موږ دواړه بهرني اړوند دولتي او عامه خدمتونه د دغه ښار د لا غښتلي کولو پر زياتولو متمرکز کړو.
د صحنو د غږ پوښول
فایل: بیجینګ، چین – نیټه معلومه نه ده CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۶ -نړیوال سیلانیان د جنت معبد څخه لیدنه کوي
د صحنو د غږ پوښول
۷ -ډېر نړیوال سیلانیان، د چین د لوی دېوال څخه لیدنه کوي، او عکسونه اخلي
بیجینګ، چین – د اپریل 1، 2024 CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۸ -غږ (چینایي)، د چین د رینمین پوهنتون پروفیسور ما لیانګ
په بېجينګ کې د هېواد او ښار د خوښې د لوړولو لپاره زيات او لوی نندارتونونه او کنفرانسونه تر سره شوي دي. سربېره پردې، موږ بايد زيات بهرني ملګرو ته بلنه ورکړو چې بېجينګ ته سفر وکړي.
بیجینګ، چین – د مارچ 19-20، 2024 CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۹- بېلا بېل زده کوونکي د چين د لوی دېوال څخه لیدنه کوي، او عکسونه اخلي
فایل: بیجینګ، چین – نېټه معلومه نه ده CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه دی
۱۰-د ښار مختلفې برخې
بشپړخبر
د بېجينګ ښار د بهرنيو اوسېدونکو او سوداګرو لپاره د خدماتو د لا ښه کولو په موخه د بهرنۍ ژبې وېبپاڼه جوړه کړې څو مهمو معلوماتو ته د اسانه لاسرسي او د پلازمېنې جاذبه وړاندې کړي.
دغه وېبپاڼه، په رسمي توګه د بیجینګ نړیوال ویب پورتال، د پنجشنبې په ورځ پیل شو او په نهو ژبو فعالیت لري.
بهرني اوسیدونکي حتی کولی شي خپل نظر شریک کړي او پوښتنې وړاندې کړي او هم هلته د ژوند او کاروبار اړوند پوهاوی ترلاسه کړي.
د رومانیا یو اوسیدونکی بودورا وویل دا ویب پاڼه د ځانګړو پوښتنو په غبرګون کې ځوابونه وړاندې کوي.
ښار ته نوي راغلي کسان ممکن په یاد سایټ کې ګټورې ویډیوې او لارښودونه وګوري څو له دوی سره په مېشت کېدو کې مرسته وکړي، دا ویډیوګانې مهم موضوعات پوښي لکه د عامه ترانزیت کارول او د بانک کارت سره د ګرځنده تادیاتو تنظیمول.
په ورته وخت کې، بهرنۍ تمويل شوې تصدۍ او پانګه اچوونکي کولی شي د بېجينګ د بېلا بېلو صنعتونو سره د ښې اړيکې د ټينګولو لپاره د ښار د اقتصادي پرمختګ په اړه د ګټورو معلوماتو موندلو په پاره د يو پروګرام په توګه وکاروي.
د تایلېنډ یوه اوسېدونکی سریخیان چمایپورن وویل “زه فکر کوم چې دا رښتیا ټول هغه څه وړاندې کوي چې بهرنيان یې په بیجینګ کې د سوداګرۍ او ژوند په اړه غواړي .
د سايټ په لومړۍ پاڼه کې د بېجينګ د هنري فعاليتونو، سپورتي فعاليتونو او سيلانيزو چارو په اړه په منظمه توګه تازه معلومات هم وړاندې کېږي.
د دولتي خدماتو او معلوماتو مدیریت د بیجینګ ښاروالۍ مشر جانګ لي وویل “د بېجينګ نړيوال ويب پورتال د پام وړ بدلون سره مخ شوی دی. زموږ موخه دا ده چې هر بهرنی وګړی د بېجينګ د بې ساري جادویي، نوښتګر ځواک او بې شمېره فرصتونو په ښودلو سره دې ښار ته د تود هرکلي احساس وکړي. سږ کال به موږ د دواړو دولتي او هم عامه خدماتو پر پياوړتيا تمرکز وکړو.
پالیسي جوړوونکو ټینګار وکړ چې معلوماتو ته د لاسرسي وده د کلتوري او نړیوالو تبادلو د ودې لپاره کلیدي چاره ده.
د چین د رینمین پوهنتون ادارې د عامه پوهاوي استاد ما ليانګ وويل: “په بېجينګ کې د هېواد او ښار د خوښې د لوړولو لپاره زيات او لوی نندارتونونه او کنفرانسونه تر سره شوي دي. سربېره پر دې، موږ بايد زيات بهرني ملګرو ته بلنه ورکړو چې بېجينګ ته سفر وکړي.








