د زابل د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې یو استحکامي پُل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د زابل د ټولګټو چارو رییس احمد احمدي ویلي چې یاد پُل د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۳،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نوبهار ولسوالۍ د سیند د پاسه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او ورسره په لس کیلومتره سړک کرېړهم اچول شوی دی. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال په یاد ولایت کې د سړکونو او پلونو د رغولو زیاتې پروژې روانې دي چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د نوبهار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له لسیزو لسیزو را په دې خوا د نوبهار پر سیند باندې د تګ راتګ په وخت کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دې پُله په جوړېدو سره به یې ستونزې حل شي.








