د نیمروز ولایتي چارواکي وایي چې ایران ۱۹۳ افغانان زندانیان ازاد کړي او دوی ته یې سپارلي دي. د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شمېر افغانان د اسنادو نه درلودو له کبله د زاهدان په الغدیر زندان کې بندیان وو. په دې وروستیو کې په ایران کې میشتو افغان کډوالو شکایتونه کړي چې د ژوند او کار کړۍ پرې تنګه شوې او د اخراج له ګواښ سره مخامخ دي. ایران په تېرو نهو میاشتو کې نژدې درې سوه افغان زندانیان ازاد او د افغانستان لوري ته سپارلي دي. د ایران له زندانه د افغان کډوالو د ازادېدو خبر داسې مهال ورکول شوی چې نن د دسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وایي، دا مهال څه باندې ۸ میلیونه افغانان د کډوالۍ یا په کور دننه د بې ځایه کېدنې شپې ورځې تیروي.








