د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اغېزمنه بللې او زیاته کړې یې ده چې د یادې پروژې په پلې کېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. نوموړي په هرات کې یوې غونډې ته دغه راز ویلي، چې د هرات – غور شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره لویه لاره به د دغه ولایت له عوایدو څخه ورغول شي. ټاپي له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته د ګاز نلليکې د غځولو پروژه ده چې ٧٣٥ کيلومتره يې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېريږي.








