د پاکستان مخکیني بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو بلوچستان کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د پاکستان لنډمهالی حکومت د افغان کډوالو د ایستلو واک نه لري. بوټو ویلي، چې د افغان کډوالو له ایستلو مخکې باید له کوربه ټولنو، افغان کډوالو او مدني ټولنو سره مشورې شوې وای او وروسته دا پرېکړه عملي شوې وای. هغه ویلي چې د افغان کډوالو مساله یوه پېچلې مساله ده.








