د غور ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د غره د ښوېیدو په پېښه کې د څلور تنو د مړینې خبر ورکوي. د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري ویلي، چې دا پېښه د دولتیار ولسوالۍ په لکه مزار کلي کې شوې ده او دوه قربانیان یې ماشومان دي. نوموړي ویلي، چې پرون څلور تنو له غره خاورې د خپل کور د جوړیدو لپاره توږلې چې غر پرې راوښوېید او دوی ترې لاندې شول.








