يو شمېر افغانان چې د امریکا د بشردوستانه ویزې د اخیستلو لپاره پاکستان ته تللي، په دغه بهیر کې له ځنډ څخه شکایت کوي او وايي له مالي ستونزو سره مخامخ دي. په پاکستان کې مېشت افغان خبريال شفيع الله وايي د امریکا د ویزې هېڅ څرک معلوم نه دى. د هغه په وينا په پاکستان کې د پي ون او پي ټو غوښتنليک ورکوونکو افغان کډوالو شمېر تر ۴۰ زرو ډير دى. دغو ډلو وخت ناوخته د خپل غږ اړونده مسوولينو ته د اورولو لپاره لاريونونه هم کړي دي. د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته، امریکايي چارواکي وايي چې د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال شوي دي. په دوی کې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران، خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور شامل دي چې د چارواکو په خبره تر ۷۰۰۰۰ زیات یې امریکا ته انتقال شوي دي.








